دمنځني ختيځ او شمالي افريقا دپاڅونونو احتمالي پايلي !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

دريمه برخه :                                                                                                                                                                                                                                                                                               ۲۰۱۱ ــ ۱۰ ـــ ۱۰   

 

مخکي تر دې چی د منځني ختيځ او شمالي افريقا د پاڅونو نو داحتمالي پايلوپه هکله لږ څه مکث وکړو ،  لازمه يي  بولم  چی دليبيا وروستنيو سياسي او جنګي حا لاتو ته لږ څه کتنه وکړو :

 دليبيا پاڅون دفبروري پر ۱۵ مه نيټه شروع او ډير ژر دپا څون رهبري دغربي نړي واستخباراتي کړيو ته ولويدل ،  ځکه نو سم دلاسه  يي دجنګ لاره غوره اوپر  دولتي تسليحاتي مرکزونو باندي يي  حملي شروع کړي ،  ځانونه يي نور هم  مسلح او دبنغازي مهم ښار يي په خپله ولکه کي راوست ۰ او پسله ۱۲ ورځو څخه يي يعني دفبروري پر ۲۷ مه نيټه باندي يي ۳۱ کسيزه انتقالي شورا اعلان کړل ،  ځکه نو ددې څخه معلومه سول ،  چی دا انتقالي شورا دپاڅون تر شروع  د مخه دغربي نړي د کړيو سره په صلاح مشوره جوړه سوي وه ۰  او دغربي نړي ځينو هيوادونو ډير ژر  دا شورا دليبيا  قانونمنده شورا وبلل ،  او دمارچ پر ۱۹ مه نيټه امريکا دامنيت دشورا د۱۹۷۳ پريکړه ليک تحريف او  دليبيا مستقل هيواد يي  تر سختو هوايي او مځکني بمباردونو لاندي راوست ۰ ولي  امريکا  ډير ژر دخپل اقتصادي سخت بحران له کبله ، دا دروند اود  بشري جناياتو څخه ډک بار دناټو پر اوږو باندي کښيښوي ۰چی  دمارچ د۱۹ مي نيټي څخه بيا  د(اګست تر ۲۹ مي  ) نيټي پوري دليبيا پر هيواد باندي دناټو ديرغلګر ځواک له خواه (۲۰ زره او۹۸۰ ) هوايي پروازونه سرته رسيدلي ، چی ددې جملي څخه دځينو رسنيو په حواله  (۷۸۸۶) يي جنګي پروازونه بلل سوي دي ۰  چی دهر پر واز په زريعه څلور توغوندي دليبيا پر خلکو باندي اوريدلي دي ۰ که دهري توغوندي په پايله کي يوازي دوه کسه په شهادت رسيدلي وي ، نو د۸۰۰۰ پروازو نو توغوندي چی ۳۲۰۰۰  ته رسيږي ، حتمي ده چی  پايله کي به  يي لږ تر لږه ۶۴۰۰۰ کسه په شهادت رسيدلي وي ۰ چی دزرهاوو کرونز  مځکنيو توغونديوداوريدو شميرنه او دهغو څخه پاته بشري  تلفات لا په ريښتينه توګه تر اوسه پوري نه دي په ګوته سوي ۰په داسي حال کي  چی دليبيا  دسيرت او  بن وليد پرلويو  ښارونو باندي تر اوسه پوري هم  دناټو دجنايتکار ځواک له خواه دا دبشري او اقتصادي جناياتو څخه ډکه  لړي روانه ساتل سوي ده ۰ په لنډ ډول سره بايد ووايو که دامريکا تر رهبري لاندي ناټو دخپلو جناياتو دتر سره کولو په پايله کي ودې ته وتوانيدله چی پر ټوله ليبيا باندي خپله استعماري کړۍ راوګرزوي ،  نو نه يوازي به د ليبيا ( دپينځنيم ميليونه ) ولس ( ۱۴۵) ميليارډه بيلره  تيل په خپل واک کي راولي ، بلکه د بيا جوړوني استعماري ساختماني شرکتونو له پاره به هم دلسو کلونو له پاره دکار او چورو چپاول زمينه برابره سي ۰ولي داسي معلوميږي چی دناټو چارواکي به ددي خيالي خوب څخه کومه  سمه نتيجه تر لاسه نه کړي ۰ داځکه چی ليبيا يي دخپل يرغل په نتيجه کي يوه داخلي جنګ ته ور ننه ايستل ۰ چی نه يوازي دقذافي دمسلحوپلويانو او دناټو دانتقالي شورا  دشورشي پلويانو تر منځ دشپږو مياشتو را په دې خواه  جګړه  روانه ده ، بلکه دانتقالي شورا دغړو دپلو يانو تر منځ دچوکيو او غنيمتونو  پر سر هم جګړه پيل سوي ده ، ځکه نو دناتو انقالي شورا دخبري رسنيو په وړاندي  دڅو ځله ويلو سره سره  بيا هم وي نه کړايسواي چی  په اصطلاح خپله کابينه اعلان کړي ۰ او ورځ په ورځ ددوي تر منځ اختلافات اوجګړه مخ پر پراختيا روانه ده ۰

که دبله اړخه دامريکا ترمشري  لاندي دناټو  د نا سالم سياسي تعقل اوهم د  ۲۱  مۍ پيړي دولسونو د هيلو څخه ليري او ددوي دنوي استعماري هلو ځلو ته په لږ دقت سره وګورو ، په ښکاره ډول  معلوميږي چی په څونه ظلم ا وجبر باندي دنورو ولسونو شتمني په خپل واک کي راولي ۰ په داسي حال کي چی ددوي په دې طفلانه سياستونو باندي اوس  دنړي دهر ګوټ ولس په پوره پيمانه سره پوهيږي ۰  ځکه نو پس له دوو لسيزو څخه دامپريالستي نړي  دجناياتو څخه ډک اصلي  مخ په ښکاره ډول دنړي ولسونو  وليدي ، اودې ولسونو نور ونه کړايسواي ،  چی دا د ظلم او جبر پيټي نور هم دامپريالستي نړي سره ديوه بي وسه نوکر  په توګه انتقال کړي ۰ ځکه نو دفبروري دمياشتي  راپه دې خواه لومړي په شمالي افريقا کي اوبيا  سم دستي  دعربي نړي په  يو شميرنورو  هيوادونو کي ولسي پاڅونونه شروع سول  ۰ چی په پايله کي يي دتونيس او مصر حاکميتونه چپه سول ،  ولي دانقلابينو غوښتني لاتر اوسه نه دي پوره سوي ،  ځکه نو دولسونو انقلابي مبارزه نوره هم مخ په وړاندي ځي  ۰ په واقعيت کي دعربي نړي پاڅونو امريکا او غربي استعماري نړي سخته وارخطا کړي ده ،  که ديوه طرفه ددوي صيهونيستي حاکميت دسختو ګواښونو سره مخامخ سوي دي ، دبله طرفه بيا  په عربي نړي کي دامريکا او غربي نړي  پلوي پاچاهان او اميران هم  دولسي پاڅونو سره په جګړه کي اخته سوي دي ۰ او داسي معلوميږي چی کرار کرار به يو په بل پسي دتونيس او مصر په څير دچپه کيدو خواه ته نيژدي  کيږي ۰ په داسي حال کي چی  په عربي نړي کي دغربي استعماري شرکتونو پلوي حاکميتونه دچپه کيدو پر خواه روان دي ، ولي دبل اړخه بيا  د امريکا او غربي نړي هيوادونه  دبي ساري اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان دي ۰  اوداسي معلوميږي چی  امريکا او دناټو نور هيوادونه دخپلو اقتصادي بحرانونو دمخ نيوي او هم دعربي  پاڅونو نو دځپلو په مخه پر ليبيا باندي  دامنيت دشورا د مارچ د۱۷ مي نيټي د۱۹۷۳ پريکړه ليک څخه په ښکاره سر لغړونه او تحريف سره  يرغل وکړ ، اودملکي خلګو دساتني تر نامه لاندي يي  په لس هاوو زره بي ګناه انسانان  په شهادت رسولي او د ليبيا دولس هر څه يي دنابودي سره مخامخ کړل ۰او بيا هم ناټو ددې جناياتو سره سره بل خپل مخالف هيواد يعني  دسوريي حاکميت يي هم  تر سياسي فشارونو او مداخلو لاندي نيولي دي ۰ اود سوريي  ددولت دمخالفينو سره په يوه او بل شکل پټ او ښکاره کومکونه تر سره  کوي ،  څو دليبيا په څير ځانته ديرغل زمينه برابره کړي ۰  ولي خوشبختانه دامنيت په شورا کي دسوريي دهيواد په وړاندي دغربي نړي لومه ( پريکړه ليک ) دروسيي او چين له خواه د ويټو سره مخامخ سوو ، چی ددوي دا کړنه  د امريکا او غربي نړي  دسختو غبرګونو سره مخامخ سوله ۰  داسي معلوميږي چی په عربي نړي کښي دامريکا او غربي نړي ناکامه او دسالم تعقل څخه ليري سياست نور ځاي نه لري ۰ او امپر يالستي سرمايه داري سيسټم ددې پر ځاي چی خپله ماته قبوله او شاته تګ وکړي ، ولي د دري ژبي په اصطلاح  ( فراربه جلو) سياست مخ ته بيايي ، چی دليبيا پر مستقل هيواد باندي ددوي يرغل يي ښکاره بيلګه ده ۰دشمالي افريقا او عربي نړي  ولسي پاڅونونودنړي نورو ولسونو ته هم دجرئت او هم بستګي پيغامونه ورسول ۰ ځکه نو  نن دنړي وهر ګوټ ته  ددوي ږغ رسيدلي اوتاثيرات يي غځيد لي دي ،  چی ښه مثالونه يي  د يونان ، پرتګال ، هسپانيي ،ايټا ليا  او انګليستان  هيوادونو کي  ، دخلګو  مظاهري اود څو اونيو راهيسي بيا  دامريکا په مختليفو نيژدي ۶۰ ښارونو کښي دوالسټريټ ومخ ته هم  مظاهري او غونډي رواني  دي او خپلي غوښتني ( دکار پيدا کول ، دماليي کمول ، د صحيي بيمي پيدا کول ) تر شعارونو لاندي بيانوي ،او هم دارنګه دافغانستان او عراق څخه دامريکايي پوځيانو بيرته ستنيدل هم ددوي په غوښتنو کي شامل دي ،   چی په ځينو سيمو کي  دپوليسو دسختو غبرګونو سره هم مخامخ سوي دي ۰بايد ووايو چی   دنړي داپاڅونونه د  کار او سرمايي تر منځ دنه پخلا کيدونکي تضاد يوه قانونمنده پايله ده ، چی کارګر ته يوازي دلازم کار وجوره ورکول سوي او  د اضافي کار ټول اضافي ارزش يوازي دسرمايدار وجيب ته لويدلي ، او په لوړ ه ماڼۍ  کي يي ځانته ځاي جوړ کړي دي ۰ ولي دکارګر ژوند يي بيا دګواښونو سره مخامخ کړي دي ۰ او داسي معلوميږي چی  امريکا او غربي نړي دډير وارخطايي او نا عاقلانه سياست  له کبله په راتلونکو وختونو کي به په عربي نړي کښي دخپلي دوستي لپاره دولسونو په منځ کي کوم ځاي ونه لري ۰ او ددغسي يوه ښکاره سياسي ماتي تلافي به ددوي لپاره دامکانه څخه ليري خبره وي ۰ دغربي نړي  دا ناکاره او بشروژونکي سياست روسيي او چين ته دا زمينه مسا عده کړله چی دهغوي دنفوذ ساحه په عربي نړي کښي پراخوالي ومومي ، که  ديوه اړخه دليبيا د کړکيچن حالت په وړاندي دروسيي سياسي هلي ځلي اوهم په ځانګړي توګه  دسوريي په وړاندي دغربي نړي دپريکړه ليک په هکله دروسيي او چين له خواه څخه دويټو دحق څخه ګټه اخستل په نظر کي ونيول سي  ،نو ښکاره خبره ده چی  نه يوازي ددوي دا کړنه  دعربي نړي په ولسونو کي يي ښه انعکاس موندلي دي  ، حتمي ده چی  دنړي په پراخو ولسونو کښي به يي هم  ښه تاثيرات ښندلي وي ۰ 

او هم دارنګه د عربي نړي دپاڅونو په وړاندي  دامريکا او غربي نړي دوه مخي سياست عربي ولسونو ډير ژر درک کړي او د پاڅونونو دڅومياشتو په اوږدو کي دې پاڅونوالو کوښښ کړي دي  چی دامريکا او غربي نړي  په لومو کي بند نه سي ۰ ګرچه  دا پاڅونونه تر اوسه پوري وخپلو مخو ته نه دي رسيدلي  او دخپلو غوښتنو دپوره کولو  له پاره د ډيري زياتي بشری قربانیو سره سره مخ په وړاندي خي ،ولي داهم يو حقيقت دی که هر څونه دعربي نړي پاڅونونه دخپلو نامشروع حاکميتونو له خواه  دډير و قربانيو او سختو غبرګونو سره مخامخ کيږي ، په هغه اندازه ددې ولسونو تنفر او نفرت دامريکا او غربي نړي په وړاندي پيداکيږي ۰  چی ښه بيلګي يي دمصر،  يمن او بحرين دامريکايي پلوه حاکميتونو په وړاندي  دولسونوتنفر او قرباني دي ۰

اخځ : ريا نوستي                                          تمت باا

لخير    


October 10th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی